سعودي عربستان وایي د حوثي یاغیانو د راکیټي بریدونو مخه یې نیولې ده. د سعودي عربستان په مشرۍ د حوثي یاغیانو ضد ایتلاف په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې یادې ډلې له دوو توغندیو په استفادې غوښتل پر ریاض برید وکړي، خو دغه برید شنډ شوی دی. سرچینه وايي دوی همدا راز تر دې پېښې وروسته د حوثي یاغیانو پر ضد څو هوایي بریدونه ترسره کړي او د یادې ډلې ګڼ وسله وال یې په نښه کړي دي. سعودي عربستان ویلي چې دوی نړیوالو بشري قوانینو ته په درناوي د ملکي وګړو، ساتنې ته ژمن دي خو د حوثیانو پر وړاندې به یې پراخ بریدونه دوام کوي.
































