د افغانستان ا.ا د کابینې غونډه کې پرېکړه شوې ده چې له دې وروسته دې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د محافظت عامه تصدي بېرته فعاله شي او د وزارتونو، ریاستونو، عامه تاسیساتو او په ولایتونو کې د حکومتي ادارو د ساتنې مسوولیت دې د همدې ادارې له لوري ترسره کېږي. خلک پر دې پرېکړه خوښ دي ځکه وایي چې په دې سره به په ښار کې ګډوډۍ کنټرول او دغه راز به د غیر مسوولو وسله والو او امارتي پوځیانو ترمنځ تفکیک هم وشي. غونډه کې دغه راز د اوبو او برښنا وزارت ته دنده سپارل شوې څو د شاه او عروس بند چارو د تکمیل لپاره دې عاجل اقدامات ترسره کړي.
































