ایران د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده. والسټرېټ ژورنال په یوه راپور کې وايي، ایران د هغو کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده، چې له لوږې او وېرې دغه هېواد ته ورغلي دي. سرچینه کاږي چې ایران هره ورځ له ۲ زرو تر پنځو زرو پورې افغان کډوال بېرته را اړوي او نیمروز ولایت ته یې استوي.
په راپور کې له راګرځېدلو کډوالو سره خبرې شوې دي او دوی د ایراني حکومت له ناوړه چلند سخت شکایت کړی دی. ملګرو ملتونو هم ویلي چې ایراني لوري د کډوالو دایستلو لړۍ چټکه کړې ده او همدا راز له کډوالو سره د دوی کېدونکی چلند هېچا ته د منلو نه دی.
































