د ایران د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په تېرو۲۴ ساعتونو کې د کرونا ناروغۍ له کبله په دې هېواد کې ۶۳ تنه مړه شوي دي او ۱۳۲۳ نور پرې اخته شوي دي. ددې وزارت ویاند کیانوش جهانپور وایي، د رسمي شمېرو له مخې په ایران کې پر کرونا ویروس د ټولو اخته شویو کسانو شمېر۹۹۹۷۰ کسانو ته رسېدلی او ۶۳۴۰ نور یې مړه کړي دي. دی وایي تر اوسه پورې په دغه هېواد کې پر کرونا ناروغۍ اخته، له اتیا زرو ډېر کسان بېرته روغ شوي او ۲۶۸۵ بیا تر جدي مراقبت لاندې دي. په ایران کې تر اوسه پورې د کرونا ویروس پنځه لکه او نولس زره ټېسټونه شوي دي. خو له دې سره سره کورنۍ او بهرنۍ سرچینې دې شمېرو ته د شک په سترګه ګوري. د ایران پارلمان په ایران کې د کرونا تلفات او په دې ویروس د اخته کسانو شمېر تر دې څو ځله ډېر بولي.
































