واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وایي په هغه نوي پلان کې چې امریکا افغان حکومت او طالبانو ته تېره اوونۍ سپارلی د لنډ مهالي حکومت، نوي اساسي قانون او د دایمي اوربند خبره شوې ده. ورځپاڼه وایي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې نوي پلان په اړه څه نه دي ویلي، خو وایي دوو افغان چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط ورته منلې چې دغه پلان افغان حکومت تر لاسه کړی دی خو وایي په دې پلان کې داسې خبرې موجودې دي چې دواړو اړخونو د بحث وړ نه دي بللي او وایي داسې نه ښکاري چې دا پلان په همدې شکل عملي شي. افغان حکومت په وروستیو کې د لنډ مهالي حکومت وړاندیز رد کړی دی. ولسمشر غني ویلي چې په اساسي قانون کې بدلون ته تیار دی خو وایي که طالبان واک ته رسېدل غواړي نو په ټاکنو کې دې ګډون وکړي او د خلکو په رایه دې خپل حکومت جوړ کړي. امریکايي چارواکو ویلي، چې د افغان جګړې د ختمېدلو او د خپلو پوځونو له ایستلو سره سره غواړي چې افغانستان بیا د ترهګرو په پناه ځای بدل نه شي.












