د پاکستان په تر ټولو ستر سوداګریز ښار کراچۍ کې چاودنې ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دا پېښه نن ورځ د کراچۍ ښار په شیرشاه سیمه کې یو سوداګریز مارکېټ ته څېرمه د ملکي وګړو په منځ کې رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې ۱۲ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان شوي دي. رسنیو د سیمه ییزو چارواکو له قوله ویلي چې په پېښه کې د ټپي شویو کسانو له ډلې د څلورو هغو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی. تر اوسه پورې د چاودنې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو ډېری وخت د ورته پېښو مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک پر غاړه اخیستی دی.
































