په برېټانیا کې د کرونا نوې بڼه د چټکې پراختیا په حال کې ده. برېتانوي چارواکي وایي چې د اومیکرون ډوله کرونا په دغه هېواد کې د چټکې پراختیا په حال کې ده او په ۲۴ ساعتونو کې د مثبتو پېښو شمېر تر ۹۰ زره پورې رسېدلی دی. سرچینه کاږي چې د کرونا د نوې بڼې چټکه پراختیا د جدي اندېښنې وړ ده او دوی په دې تمه دي چې وکړی شي د لا پراختیا مخنیوی وکړي. له دې سره جوخت په لندن کې ډېری کاروبارونه رخصت کړل شوي دي او ددې احتمال شته چې حکومت د محدودیتونو لپاره ګام اوچت کړي. برېټانوي چارواکو پر خلکو هم د روغتیایي سپارښتنو د مراعات کولو غږ کړی دی.
































