چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د اسلامي همکاریو سازمان غونډې افغانستان ته څه لرل؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 20, 2021
in تبصرې
0
د افغانۍ د ارزښت ساتنې تر څنګ د نرخونو د کنټرول اړتیا
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د افغانستان په تړاو د اسلامي همکاریو د سازمان غونډه پرون په اسلام‌اباد کې جوړه شوه. دا غونډه د سعودي د پاچا په غوښتنه جوړه شوې وه چې له افغانستان سره پر بشري مرستو او نورو اړوندو چارو را څرخېده. په دې غونډه کې د اسلامي امارت له اړخه د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ګډون کړی و او هلته یې وینا هم وکړه. امیرخان متقي د غونډې په څنډو کې د اسلامي هېوادونو له استازو او په پای کې د امریکا له استازي سره هم وکتل.

د اسلامي همکاریو سازمان چې اسلامي هېوادونه پکې ګډون لري، لسګونه کاله تاریخ لري، تل یې د اسلامي هېوادونو د ستونزو په اړخه غونډه کړې دي، خو نیوکه دا ده چې هېڅکله یې د کوم اسلامي هېواد بحران نه دی حل کړی او غونډې یې تر ډېره تشریفاتي او نمایشي وي. ډېری کسان د اسلامي همکاریو د سازمان غون‍ډو ته د ډوډۍ خوړلو، عکس اخیستلو او وخت ضایع کولو غون‍ډې وايي. د افغانستان په تړاو ددې سازمان په غونډه کې بیا هم د تېر په څېر کوم اساسي ګام نه دی اخیستل شوی. یوازې یو څو کارونه شوي چې ډېر مهم نه دي او هغسې نه دي‌ چې د یوه اسلامي هېواد په اړه یې له نورو اسلامي هېوادونو تمه کېږي. ‍په دې غونډه کې پرېکړه شوې چې د بشري‌ مرستو یو صندوق باید رامنځ ته شي، دا ‍ښه پرېکړه ده، خو هغه وخت به ارز‍‍‍‍ښتمه وای، چې په غونډه کې اسلامي هېوادونو له دغه صندوق سره مشخصې او پاموړ مرستې اعلان کړی وای،‌ څو د افغانستان د ستونزې په حل کې یې عملي‌ مرسته کړې وای. د دوی بله پرېکړه د خوړو د یو پروګرام جوړول دي‌ چې دا هم ډېر اغېزناک نه ښکاري، ځکه چې په دې برخه کې هم کوم هېواد مشخصه ‍ژمنه نه ده کړې. درېیمه خبره د بانکي چینلونو د پرانیستلو ده، چې غوښتنه یې شوې ده، خو له بده مرغه د اسلامي‌ همکاریو سازمان یو کمزوری سازمان دی او په دې برخه کې د امریکا دریځ او پرېکړې نه شي ننګولی، نو ځکه یوازې هغه څه کولی شي چې امریکایانو یې اجازه ورکړې ده. بله پرېکړه د افغانستان لپاره د یوه استازي ټاکل دي‌ چې دا هم سمبولیکه بڼه لري‌ او د ستونزو له حل سره کومه اساسي‌ مرسته نه کوي. وروستۍ پرېکړه یې له ملګرو ملتونو دا غو‍ښتنه ده چې بندیزونه باید بشري‌ مرستې اغېزمنې نه کړي. دا خبره خو خپله ملګري ملتونه هم کوي، خو د اسلامي همکاریو له سازمان تمه دا وه چې د بندیزونو د لرې کولو غږ وکړي، په دې اړه خپل دریځ روښانه کړي او آن په عملي ډول اسلامي هېوادونو ته ووايي چې دا بندیزونه مراعات نه کړي، خو داسې څه ونه شول.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

په ټوله کې د اسلامي همکاریو د سازمان غون‍ډه د تېر په څېر یوه نمایشي غونډه وه، چې نه یې د افغانستان د ستونزې پر واقعي حل تمرکز وکړ او نه یې داسې کوم ګام پورته کړ چې په راتلونکي کې به د ستونزو ‍په حل کې مرسته وکړي. دغه سازمان د یوه کمزوري خیریه بنسټ په شان چلند وکړ او یو ځل بیا یې ثابته کړه چې دا سازمان د اسلامي نړۍ یوه ستونزه هم نه شي حل کولی.

Previous Post

هند ته د افغانستان په صادراتو کې ډېروالی راغلی

Next Post

امریکا د (OIC) له پرېکړو هرکلی کړی دی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
امریکا د (OIC) له پرېکړو هرکلی کړی دی

امریکا د (OIC) له پرېکړو هرکلی کړی دی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ایرو ایشیا: د خبرو پر مهال نظامي فشار راوستل د طالبانو تګلاره ده

ایرو ایشیا: د خبرو پر مهال نظامي فشار راوستل د طالبانو تګلاره ده

سپتمبر 21, 2020
وانګ يي به له ډيموکراتيکې کوريا څخه ليدنه وکړي

وانګ يي به له ډيموکراتيکې کوريا څخه ليدنه وکړي

اپریل 9, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved