امریکا وايي له افغانستان سره د لا ډېرو مرستو په لټه کې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، دوی د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او په دې پوهېږي چې دغه هېواد له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی. دده په وینا تر دې دمه هم امریکا د افغانستان تر ټولو ستر مرستندویه هېواد دی او هڅه کوي له افغانانو سره لا ډېرې مرستې وکړي. بلینکن وایي دوی د افغانستان په اړه د خپلې تګلارې د بدلولو په لټه کې دي، غواړي له دغه هېواد سره لا ډېرې مرستې وکړي خو هڅه یې دا ده چې مرستې د حکومت پر ځای مستقیم عامو افغانانو ته ورسېږي. بلینکن همدا راز وایي چې د افغانستان وضعیت به څاري او په اړینو مواردو کې به بېړنی اقدام کوي. هغه د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په اړه ویلي، چې د اړتیا پر مهال دوی له نړیوالو مرستندویه بنسټونو سره ددغه شتمنیو د شریکولو امر تر دې وړاندې هم کړی دی او په دې برخه کې به د امریکا همکاري دوام کوي.
































