امریکا وایي یوازې څو اونۍ پاتې دي چې له ایران سره باید مذاکرات پایله ولري. د ایران په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ویلي چې د ایران لپاره فرصت خورا کم دی. دده په خبره یوازې څو اونۍ پاتې دي چې باید د ایران مسئله پکې د خبرو له لارې حل شي.
دغه امریکايي ديپلومات ویلي چې له هغه وروسته باید د ایران پر وړاندې نړیواله ټولنه ځانګړی دریځ غوره کړي او جدي اقدامات ترسره کېږي. د ایران او امریکا ترمنځ له اونیو راهیسې خبرې روانې دي، خو تر دې دمه پایله نه لري. ایران له امریکا د بندیزونو لرې کولو او خپلو فعالیتونو د دوام غوښتنه کوي، خو امریکا وایي ایران دې په بشپړه توګه اټومي فعالیتونه ودروي او بندیزونه هم په شرایطو پورې تړلي دي.
































