په مالیزیا کې سیلابونو ۲۷ کسان وژلي دي. د مالیزیايي رسنیو د راپورونو له مخې څو ورځې پرله پسې باران ددې سبب شوی چې په لارو او سړکونو کې سیلابونه راشي او همدا راز په ځينو سیمو کې دغه سیلابونه د ودانیو د نړېدو سبب شوی دی.
سرچینه وایي له همدې امله شاوخوا ۲۷ کسان په دې سیلابونو کې وژل شوي دي. همدا راز شاوخوا ۶۵ زره کسان دې ته اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي. ځایي خلک وایي چې سیلابونو هر څه ترې اخیستي او په دې سختو شرایطو کې مرستو ته اړتیا لري. د مالیزیا حکومت بیا وایي چې ژر به بېړنۍ مرستې سیمې ته ورسوي او د ژغورنې عملیات لا هم روان دي.
































