د کورنیو چارو وزارت وزارت وایي چې په کابل کې د پاسپورت ریاست باندې د برید مخنیوی شوی دی.
د یاد وزارت مرستیال ویاند عاقل جان عزام ویلي، نن غرمه مهال یو بریدګر چې غوښتل یې د پاسپورت ریاست ته ننوځي د دغه ریاست پوځیانو تر پېژندنې وروسته په نښه کړی او له منځه یې وړی دی. د نوموړي په خبره په پښه کې چاته زیان نه دی اوښتی.
































