وروسته تر هغه چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین امریکا ته د روسیې پولو ته څېرمه د پاروونکو اقداماتو له امله نظامي ګواښونه وکړل، په روسیه کې د امریکا پخواني سفیر ویلي چې د پوتین ګواښونه وېروونکي دي. مایکل مکفال ویلي چې د پوتین له وروستیو خواشینوونکو خبرو او ګواښونو داسې ښکاري چې نور یې حوصله سر ته ختلې ده او که چېرته د دواړو هېوادونو مشران په خپلو کې پر مهمو مسائلو حیاتي خبرې اترې ونه کړي نو ښایي وضعیت تر دې هم ترینګلی شي. هغه ویلي چې د امریکا او روسیې ترمنځ ستونزې د ټولې نړۍ پر زیان دي او په خبره یې، ښه به وي چې دواړه خوایې خپلې ستونزې د مذاکراتو له لارې حل کړي.
































