د ا.ا د تصفيې کميسيون وايي، چې تر اوسه يې ۱۸۹۵ تنه له خپلو لیکو تصفيه کړي او دا لړۍ لا روانه ده. دغه کميسيون ويلي، چې په ايستل شويو کسانو کې يو شمېر ولايتي رييسان هم شامل دي. باختر اژانس د ياد شوي کمېسيون د چارواکو په حواله وايي، چې يو شمېر دغه کسان نيول شوي هم دي او قضيې يې محکمو ته سپارل شوي. د ا.ا د تصفيې د کميسيون د معلوماتو له مخې، يو شمېر تصفيه کېدونکو کسانو خپله د دوی لیکې پريښي دي. دغه کميسيون ادعا لري، چې ځینې فاسدې ډلې سوداګر ځوروي او پانګوال له هېواده تېښتې ته مجبوروي. کميسيون له خلکو غوښتي، چې د داسې خلکو په موندلو کې مرسته ورسره وکړي.
































