په امریکا کې یوې اورلګېدنې زرګونه کسان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي دي. د راپورونو له مخې دا اورلګېده د کلورادو ایالت په مرکز کې رامنځ ته شوې چې شاوخوا زر ودانۍ یې سووځولې دي. د پولیسو ځایي چارواکي وايي چې له سیمې شاوخوا دېرش زره کسان نورو ځایونو ته لېږدول شوي دي او په وینا یې هڅه کېږي د اور د لا پراختیا مخه ونیسي، خو سخت توپان او باد ددې اور د پراختیا لامل دی. امریکايي چارواکي وايي د اورلګېدنې د اصلي لامل په پیدا کولو نه دي بریالي شوي خو دا د یاد ایالت په معاصر تاریخ کې تر ټولو ستره اورلګېدنه ده.
































