د ایران ولسمشر محمد ابراهیم رییسي په یوه تازه وینا کې بیا غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې دې ټول ګډونه حکومت جوړ شي. نوموړي پرون د یوې وینا پر مهال دا هم ویلي، چې په دې برخه کې به یې د هېواد هڅې دوام ولري. د رییسي په وینا، د افغانستان ټول خلک باید په ټول شموله حکومت کې ګډون ولري. هغه دا ټینګار هم کړی، چې په افغانستان کې امنیت د ایران امنیت تضمینولی شي او برعکس نا امني یې د ایران امنیت او ثبات ګواښي.
































