د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د څښاک د اوبو د ۹۸ پروژو د تطبیق تړونونه لاسلیک کړي دي. د یاد وزارت مسوولینو نن یو مطبوعاتي کنفرانس ته ویلي چې د څښاک د اوبو او حفظ الصحوي خدمتونو د ۹۸ پروژو دغه تړونونه د اړوندو کلیو له پراختیايي شوراګانو سره لاسلیک شوي دي. د اوبو رسولو په دغه پروژو کې، چې په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظالصحې د ریاست له لوري تطبیق کیږي، په ۲۷ ولایتونو کې د اوبو رسولو د ۸۹ شبکو جوړول، په دوو ولایتونو کې په لاسي بمبو سمبال د ۵۰ څاه ګانو جوړول، د اروزګان ولایت د بېلا بېلو ولسوالیو په کلینیکونو کې د ۶۰۰ صحي مبرزونو جوړول او خلکو ته د ټانکرونو په مرسته د څښاک د پاکو اوبو برابرول شامل دي. د یادو پروژو مجموعي قېمت څه د پاسه ۳۵۷ میلیونه افغانۍ کیږي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) لخوا ورکول کیږي.
































