تازه شمالي کوریا یو ناپېژندل شوی توغندی ازمویلی دی. د جنوبي کوریا دفاعي چارواکو ویلي شمالي کوریا د نوي کال په پیل کې یو توغندی د دوی اوبو ته توغوولی دی خو تر دې دمه یې په اړه بشپړ معلومات نشته دي.
د جنوبي کوریا چارواکي وايي دوی پوره هڅه کړې چې ددې توغندي څرنګوالی معلوم کړي خو بریالي شوي نه دي. د جاپان چارواکو هم ویلي چې شمالي کوریا پر نوو ازمويښتونو لاس پورې کړی دی او ناپېژندل شوی توغندی یې ازمویلی دی.
شمالي کوریا ډېر وخت د بالستیک توغندیو ازمويښتونه ترسره کوي چې له همدې امله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له بندیزونو سره هم مخ دی او د یاد هېواد کړنې له نړیوالو قوانینو سرغړونه بولي.












