د امریکا کانګریس ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر او دفاع وزیر د افغانستان په تړاو استجوابوي. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې د روانې میاشتې په یوولسمه نېټه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او همدا راز ددغه هېواد ددفاع وزیر لویيډ آسټین د کانګریس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وربلل شي او د افغانستان په اړه د استازو پوښتنې ځواب کړي.
ویل کېږي چې دوی به په افغانستان کې پر روان وضعیت، د تېر شل کلن ماموریت، د تخلیې ماموریت او د افغانستان په اړه د امریکا پر راتلونکو سیاستونو او د احتمالي خطرونو په کنټرولولو د استازو پوښتنو ته ځواب ووايي.
امریکايي استازي اندېښنه لري چې ښايي له افغانستان یو ځل بیا نړۍ ته ګواښونه جوړ شي خو د امریکا د دفاع وزارت ادعا کوي چې هر څه له نږدې څاري.
































