روسیه وایي پر ایران د بندیزونو لرې کولو کې پرمختګ رامنځ ته شوی دی. په نړیوالو ادارو کې د روسیې ځانګړي استازي په تازه څرګندونو کې ویلي چې د وین په مذاکراتو کې پرمختګ رامنځ ته شوی دی او ټول اړخونه په یوه خوله ددې غوښتونکي دي چې پر ایران اقتصادي فشارونه او بندیزونه راکم کړل شي.
هغه وایي هیله مندي شته چې د وین مذاکرات یوې پایلې ته ورسېږي. تر دې وړاندې امریکا هم د خورا لږ پرمختګ خبر ورکړی و، خو المان او برېټانیا یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې که ایران فرصت ضایع کړي نو ددغه هېواد لپاره به خورا خطرناکې پایلې ولري. دوی ټینګار کوي چې مذاکرات باید ژر تر ژره پایلې ته ورسېږي.
































