د العربیه تلوزیون د خبر له مخې د لوېدیځ سوډان په دارفور سیمه کې د قبیله یي جګړې په ترڅ کې ۳۰ تنه وژل شوي دي. ددغه هېواد د لومړي وزیر له دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، نښته په دارفور کې د عربو او غیر عربو قبیلو تر منځ پېښه شوې ده، چې له دواړو خواو ۳۰ تنه وژل شوي دي. د سوډان د لومړي وزیر دفتر وایي، ښکېلې قبیلې یې اوس ارامه کړي دي. په سوډان کې قبیله یي جګړې د حکومت لپاره په یوه سر خوږي بدلې شوې دي، چې هر کال پکې یو زیات شمېر خلک وژل کېږي.
































