د سوریې ولسمشر«بشار الأسد» د یوه فرمان په صادرلو سره د کرونا ناروغۍ د لا ښه مخنیوي په موخه ددغه هېواد پارلماني ټاکنې ځنډولې دي. نوموړي ددې لپاره چې په سوریه کې له کرونا سره ښه مبارزه وکړي، په دغه هېواد کې پارلماني ټاکنې د روانې مې میاشتې شلمې نېټه ته ځنډولې دي. د سوریې د روغتیا وزارت وایي، د سلګونه نمونو له ازمویلو وروسته بیا هم په دغه هېواد کې د کرونا کومه تازه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې. په سوریه د کرونا ټولې ۴۵ مثبتې پېښې ثبت شوې وې، چې څلور تنه یې تر اوسه پورې مړه کړي دي.
































