امریکا د ایران پر وروستي اقدام غبرګون ښوودلی دی. ایران تازه اعلان کړی چې د قاسم سلیماني غچ پخپله طریقه اخلي او شاوخوا ۵۱ امریکایان یې د نوموړي د وژلو په پلان کې د لاس لرلو په تور تحریم کړي دي.
له دې سره جوخت د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان وایي دوی ته د ایرن وروستي اقدامات د منلو نه دي او په خبره یې د خپلو وګړو امنیت به د نړۍ په ګوټ ګوټ کې تامینوی. دده په خبره که ایرانی لوری امریکایي وګړو ته کوم ګواښ جوړ کړي نو دوی به یې پر وړاندې اړین اقدام ترسره کړي. دده په خبره ایران باید له ترهګریزو کړنو او غیر قانوني اقداماتو لاس په سر شي او په سیمه کې دې د ترهګرو ډلو ملاتړ پرېږدي.
































