چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د جلغوزیو هوایي دهلېز، که د چين او افغانستان د خلکو د دوستۍ لار

پروفیسر جویونګ بیاو، د لان جو پوهنتون د کمربند او لارې څیړنیز مرکز او د افغانستان څیړنیز مرکز

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 11, 2022
in ليکنې او تحلیلونه
0
د جلغوزیو هوایي دهلېز، که د چين او افغانستان د خلکو د دوستۍ لار
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د افغانستان جلغوزي په چين کې د تېر نومبر راهيسې ډېر مشهور شوي دي. دغه جلغوزي نه يوازې په انلاين ګرم بازار کې راښکاره شوي او يا د چينايانو د پېرودلو ليوالتيا يې راپارولې، بلکې شهرت يې نور هم ډېر شوی او په انټرنيټي بازار کې يې ښه ځای پيدا کړی دی. د جلغوزیو هوایي دهلیز له افغانانو سره د چين د مرستې او ملاتړ يوه مهمه لار او د دوستۍ سمبول ګرځېدلی او د دواړو هېوادونو د خلکو د دوستۍ په لارې هم بدل شوی دی.

د نومبر د شپږمې نېټې په ماښام په یوې ژوندۍ خپرونې کې د افغانستان د جلغوزیو شاوخوا ۱۲۰۰۰۰ ډبي وپلورل شول، چې وزن يې ۲۶ ټنو ته رسيده. دا دوه ساعته خپرونه وه، چې افغان جلغوزي هم پکې چينايانو ته معرفي او په اوسط ډول په هره دقیقه کې زر ډبیه جلغوزي پکې وپلورل شول. له دې مالوميږي، چې چين د پېر او پلور ډېر لوی بازار لري. د دې خپرونې په درشل کې ځينو انټرنيټ کاروونکو پر خلکو غږ وکړ، چې د افغانستان ټول جلغوزي واخلي او له دې لارې يې له افغانانو سره خپلې نیکې هیلې او پاملرنې څرګندې کړې:

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

” جلغوزي واخلئ! افغانانو ته د مرستې لاسونه ورکړئ.” “له افغانانو سره د مرستې لپاره جلغوزي واخلئ.” “افغان بزګران سخت او ګران کارونه کوي او باید د دوی ملاتړ وکړو.” ” هر یو کس یو ډبی واخلئ! که (د افغانستان موقت حکومت) موږ سره صادقانه احساس ولري، نو 1.4 ميلیارډه ډبي به په اسانۍ وپلورل شي. ” “زه د افغانستان د اقتصاد ژر رغیدو ته سترګې په لار یم او د افغانستان د سوکالۍ او نیکمرغۍ په هیله!”

د چينايانو دغه ساده خبرې او ساده کړنې له افغانانو سره خپل اخلاص او ګرمه ليوالتيا يې د خواخوږۍ سرچینه ښييي.

په روان کال کې په افغانستان کې د وضعیت د ناڅاپي بدلون له امله د جلغوزیو بازار سوړ او وضعیت یې د خرابېدو او صادرات یې تقریباً په ټپه ولاړ وو، چې دغه وضعيت نه یوازې پر سوداګرو ناوړه اغیز کړې وه، بلکې د سلګونو زرو افغانانو په کار او روزګار یې هم بد سيوری غوړولی و. د افغانستان د موقت حکومت په غوښتنه، چین پر خپلو ادارو فشار راوړ او د افغان جلغوزیو د صادرولو لپاره يې ځانګړې پروسه بشپړه کړه. د ډسمبر تر ۲۱مې نیټې پورې، له ۱۵۰۰ ټنو څخه زیات جلغوزي چین ته صادر شوي، چې افغانانو ته یې  له ۲۰ میلیونو امریکایي ډالرو څخه زیات عاید رسولي او په افغانستان کې یې د ټولنیز نظم په ثبات او د اقتصاد په بیا رغونه کې د پام وړ او رښتینې مرسته کړې ده.

« د جلغوزیو هوايي دهلېز» د افغانستان په ستونزمن وخت کې د چین د مرستو د دوستۍ لاره او د چين او افغانستان د دوستانه همکارۍ پل ګرځېدلی دی. چين د دغه دهلیز د پرانیستلو او ساتلو په ګډون یو لړ تدبیرونه نیولي او د افغانستان د حالاتو او د افغانانو راتلونکي لپاره یې لا زيات ډاډ او ثبات برابر کړی او دوام به ورکړي او دا د افغانستان د سالم پرمختګ په ګټه دی. له دې ښکاري، چې چين له افغانستان څخه اوږدمهاله ملاتړ کوي او چارې يې اوږدمهاله او اغېزمنې دي او ښه نتيجه به ولري.

چين د افغانستان د يوه دوست ګاونډي په توګه له اوږدې مودې راهيسې د دغه هيواد د سوله ييزې بيارغونې او اقتصادي پرمختګ ملاتړ او د خپل توان په اندازه ورسره مرستې کوي. له افغانستان څخه چین ته د جلغوزیو صادرات په ۲۰۱۸م کال کې پیل شول او چين له ۲۰۱۰م کال راهیسې د افغانستان پر ډیرو صادراتو د محصول تعرفه معاف کړې ده. چین له ۲۰۱۳م کال راهیسې، د افغانستان پر ۹۵ سلنه محصولاتو ګمرکي تعرفه معاف او  په ۲۰۱۵م کال کې يې دغه کچه ۹۷ سلنې ته پورته کړه او اوس چین ته د افغان کرنیزو محصولاتو د صادراتو ټول ممکن سهولتونه برابر شوي دي.

له ګڼو ستونزو سره سره، د چين او افغانستان د هوايي دهلیز بیا پرانېستنه له افغانانو سره د چین د فعالو مرستو یوه نښه ده. دا په افغانستان کې د بشري مرستو او پانګونې ترڅنګ د چینایي ځانګړتیاوو یو جامع پلان دی. د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په اتمه نېټه اعلان وکړ، چې د افغانانو له اړتياوو سره سم، چين پرېکړه کړې چې په عاجله توګه د ۲۰۰ ميليونو يوانو په ارزښت خوراکي توکي، ژمني توکي، واکسينونه او درمل برابر کړي. موږ همداراز غواړو، چې د چین-جنوبي اسیا د اضطراري زیرمو په چوکاټ کې افغانستان ته د وبا ضد او بیړنیو توکو نور تجهیزات هم چمتو کړو. چین لومړی لوی هیواد و، چې له افغان ولس سره یې د مرستې واضحې څرګندونې وکړې او د خپلو ژمنو د پوره کولو لپاره یې سملاسي ګامونه پورته کړل او د افغانانو په ګټه تمام شول.

چین له افغانستان سره د کوویډ-۱۹واکسین د ۳ میلیونو دوزو د مرستې ژمنه کړې او د ډسمبر په ۸ مه نېټه يې اته سوه زره دوزه د کرونا ضد واکسين او ورسره سرنجونه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته ورسول. له افغانستان سره د چين د بېړنيو بشري مرستو د پروژې په چوکاټ کې د ژمنيو توکو د دويمې بستې د سپارلو مراسم د ډسمبر په ۱۳مه نېټه په کابل کې تر سره شول. چين به لسګونه زره ټنه خوراکي توکي، د خلکو ژوند، روغتيا او د اړتیا وړ ژمني توکي او نوي واکسینونه وار په وار افغانستان ته وليږي. په لويديځو رسنيو کې له افغان ملت سره د مرستې په پار د چین د عملي اقداماتو راپورنه کم  ليدل کيږي، خو د افغانانو تود هرکلی یې ترلاسه کړی دی، چې ښه بېلګه يې «د جلغوزیو هوايي دهلیز» يادولی شو.

د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې، اوس مهال لږ تر لږه ۱۸.۴ میلیونه افغانان له بشري ناورین سره مخ دي او داسې ارقام هم شته، چې یوازې ۲-۵ سلنه افغانان د خوراکونو کمښت ستونزه نه لري. کله چې امريکا له افغانستانه خپل ځواکونه وويستل، نو د مرستې چلند یې هم بدل شوی، بلکې له دغه هيواد سره د نړیوالې ټولنې مرستې هم خورا کمې شوي او د ځینو هېوادونو له خوا ژمنه شوې مرستې ځنډول شوي دي او یا یې هم افغانانو ته مستقیمه ګټه نه ده رسولې. نړیوالو سازمانونو، لکه د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې او نورو غير دولتي ارګانونو اندېښنه ښودلې او څو ځلې یې بیړني خبرداري ورکړي دي.

امريکا په افغانستان کې د سیستماتیک بشري ناورین د اصلي لامل په توګه نه يوازې د خپلو مسؤلیتونو او مکلفیتونو په پوره کولو کې پاتې راغلې، بلکې په بېلا بېلو پلمو یې د افغانستان شتمني هم کنګل کړې ده. متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د ډسمبر په شلمه نېټه د یوه پریکړه لیک مسوده وړاندې کړه، چې له مخې به یې افغانستان ته د بشري مرستو ليږدول د متحده ایالاتو له بندیزونو څخه معاف وي. خو دا په حقیقت کې د افغانستان پر موقت حکومت د فشار راوړلو لپاره د افغانانو یرغمل نيول دي او په ټول افغان ملت باندې به زور راوړي، چې له امله به یې افغانان له ګڼو روحي او فزیکي شکنجو سره مخ شي.

” د ناروغانو په نظر باید د دوي ناروغیو ته وکتل شي” دغه متل د چینایانو د دودیز فضیلت ښکارندويي کوي.  تاریخ او واقعیت دواړو دا ثابته کړې، چې چین د افغانانو درناوی کوي، د افغانستان په کورنیو چارو کې یې هېڅ لاسوهنه نه ده کړې، پر خپلو پښو د افغانستان د درېدو هيله لري او غواړي د افغانستان د سولې او پرمختګ لپاره رغنده رول ولوبوي.

Previous Post

د جلغوزیو هوایي دهلیز د افغانانو بیړنۍ اړتیاوې پوره کوي

Next Post

امریکايي رسنۍ: بایډن باید د افغانستان په تړاو له ګریوان ونیول شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
امریکايي رسنۍ: بایډن باید د افغانستان په تړاو له ګریوان ونیول شي

امریکايي رسنۍ: بایډن باید د افغانستان په تړاو له ګریوان ونیول شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چین د امریکا له خوا د اقتصادي او سوداګریزو محدودیتونو لغوه کېدو ته غبرګون وښود

چین د امریکا له خوا د اقتصادي او سوداګریزو محدودیتونو لغوه کېدو ته غبرګون وښود

جولای 5, 2025
کرن ډیکر: امریکا تراوسه افغانستان سره یونیم مېلیارد ډالره مرسته کړې

کرن ډیکر: امریکا تراوسه افغانستان سره یونیم مېلیارد ډالره مرسته کړې

مارچ 29, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved