ټاکل شوې چې ملګري ملتونه د افغانستان په اړه خپله نوې برنامه اعلان کړي. د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو دوې ادارې، د بشري مرستو د همغږۍ او د کډوالو په چارو کې ددغه سازمان عالي کمیشنري نن په کابل کې خپله نوې برنامه اعلان کړي. راپورونه وایي چې دوی په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو، له کډوالو سره د مرستو او اړمنو ته د مرستو رسولو په اړه خپل پلانونه اعلان کړي او هڅه کوي خپلې اړتیاوې هم له نړیوالو سره شریکې کړي. په دې غونډه کې د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشر او د ملګرو ملتونو مرستیال هم وینا کوي. ملګري ملتونه وایي چې له افغانستان سره یې د مرستو لپاره ۱،۵ میلیارده ډالر راټول کړي دي خو ټول شاوخوا ۲،۵ میلیاردو ډالرو ته اړتیا لري
































