طالبان وايي د ايران د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي له ملابرادر سره د ليدنې غوښتنه کړې. قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان د سیاسي دفتر د مرکزي اسیا اوایران له مسوول سره ټليفوني اړیکه نیولې اوله ملابرادر سره يې د لیدو غوښتنه کړې ده. شاهین ویلي، له دې پرته، په نورو موضوعاتو خبرې نه دي شوي. سهيل شاهين همدا راز وايي، د ايران د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي ښايي غوښتل چې د ایران پر پوله د وروستۍ غمیزې په اړه دوی ته معلومات ورکړي.
































