د تزاري روسیې د مجلس رییس ویاچسلاو وولدین له امریکا څخه غوښتي چې ژر تر ژره باید د روسیې وړاندیزونو ته خپل ځواب وړاندې کړي. نوموړي دغه راز اروپا ته خبرداری ورکړی دی چې واشنګټن د خپلو متحدینو د امنیت په کیسه کې نه ده. وولودین زیاته کړې ده چې په سیمه او نړۍ کې د ګډوډیو کموالی د روسیې او امریکا په روابطو پورې اړه لري او ټینګار یې کړی دی چې که چېرته امریکا د ستونزو کمښت غواړي نو باید په پوره درناوي د خبرو اترو مېز ته کېني او ستونزې د خبرو له لارې حل کړي. نوموړي دغه راز ویلي چې امریکا په خپلې سرزورۍ سره د ټولې نړۍ امنیت له خطر سره مخ کړی دی او په خبره یې دغه هېواد باید نور پر نړۍ د واک چلولو فکر له سره وباسي.
































