نړیوال بانک له کرونا سره د مبارزې او اقتصادي پرمختګ لپاره له افغانستان سره څلور سوه میلیون ډالره مرسته تصویب کړه. نړیوال بانک وايي، له افغانستان سره دا مرسته د سوداګریزو مقرراتو د پیاوړي کولو او خصوصي پانګونې د هڅونې او د ټولنیز ګډون د پراخولو او د ملکي خدمتونو د اصلاحاتو د ملاتړ، له طبیعي پېښو سره د مقاومت زیاتولو، د مالي چارو او عامه مالي مدیریت پیاوړتیا او مالي پایښت د خوندیتوب لپاره شوې ده. د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مشر هنري کیرالي وایي د بورډ نننۍ پرېکړه یوه پخه نښه ده چې نړیوال بانک پر اوسني کرونا ویروس سربېره له افغانستان او خلکو سره خپلې مرستې زیاتوي.
































