په قزاقستان کې سلګونه کسان نور هم په نارامیو کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي. د راپورونو له مخې تازه په تازه شاوخوا ۱۶۰۰ کسان د حکومتي ځواکونو له لوري نیول شوي چې په دې توګه د ټولو نیول شوو کسانو شمېر ۱۲ زره ته رسېږي.
حکومت همدا راز په دې لاریونونو کې د جنایتونو د څېړلو لپاره شاوخوا ۴۰۰ قضیې پرانیستې دي. قزاقي چارواکو ویلي دا له روسیې د ازادۍ تر اخیستلو وروسته په دغه هېواد کې د نارامۍ تر ټولو ستره څپه وه چې دوی یې په کابو کولو بریالي شوي دي. حکومت وايي لا هم د ترهګرو او په دې لاریونونو کې د ښکېلو کسانو د نیولو عملیات روان دي.































