رویټرز اژانس راپور ورکړی دی چې د روسیې په مشرۍ د سیمه ییزو هېوادونو ځواکونو له قزاقستان څخه د وتلو بهیر پیل کړی دی. د قزاقستان د دفاع وزارت مرستیال محمدجان تالاسوف ویلي چې دغه هېواد ته د سیمه ییزو هېوادونو د ځواکونو له رسېدو سره وضعیت عادي شوی دی او نور اړتیا نشته چې هغوی په دغه هېواد کې پاتې شي نو د دواړو لورویو په توافق یادو ځواکونو له قزاقستان څخه د وتلو بهیر پیل کړی دی. د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې په قزاقستان کې د قیمتونو د لوړوالي پر ضد له تاوتریخوالي ډک لاریون پیل شو چې په نتیجه کې یې لسګونه کسان ووژل شول او قزاقستاني دولت د دغو اعتراضونو د ارامولو په موخه له روسیې د مرستې غوښتنه وکړه خو امریکا وویل چې قزاقستان اشتباه کړې ده او سخته به وي چې قزاقستان دا ځواکونه له خپلې خاورې وباسي.
































