د غرب او روسیې ترمنځ ناندرۍ مخ پر زیاتېدو دي. برېټانیا تازه ویلي چې روسیه غواړي په اوکراین کې یو لاسپوڅی حکومت جوړ کړي او خپل ملاتړي واک ته ورسوي. روسیې پر دې څرګندونو غبرګون ښوودلی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د برېټانیا دغه ډول څرګندوي ښيي چې دوی په اوکراین کې د کشمکشونو د ډېرولو په لټه کې دي.
روسیې ویلي امریکا، برېټانیا او غربي هېوادونو ته په کار ده چې له ورته بې اساسه ګنګوسو ډډه وکړي او په سیمه کې دې وضعیت تر دې هم نه خرابوي.
































