د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په نږدې راتلونکي کې ترکیې ته د اسراییل د ولسمشر اسحاق هرتزوګ د سفر خبر ورکړی دی. نوموړي نن په خپله ټلویزیوني وینا کې ویلي چې ډېر ژر به د اسراییل ولسمشر اسحاق هرتزوګ ترکیې ته سفر وکړي او په دې سفر سره به د دوه اړخیزو اړیکو یو نوی باب پرانیستل شي. هغه ټینګار کړی دی چې دوی له اسراییل سره د ګاز په ګډون په ټولو برخو کې بشپړې همکارۍ ته چمتو دي. د یادونې ده چې تر دې وړاندې اسحاق هرتزوګ هم ترکیې ته د خپل راتلونکي سفر د پایلو په اړه هیله مندي ښکاره کړې وه.
































