د ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د نړیوالې ټولنې غوښتنه د ټول شموله حکومت لپاره “بهانه” بللې ده. امیر خان متقي ویلي چې نړیواله ټولنه د ټول شموله حکومت تعریف نه لري او نه یې بېلګه شته. نوموړي ټینګار کړی چې د نړیوالې ټولنې دغه غوښتنه یوه بهانه ده. د ده په خبره په اوسني حکومت کې د ټولو قومونو استازي شته. په همدې حال کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولاسون د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې د ټول شموله حکومت تعریف د نړیوالې ټولنې مسوولیت نه دی. نیکلاسون وویل دا د افغانانو دنده ده چې د یوې رڼې پروسې له لارې ټول شموله حکومت جوړ کړي.
































