عراقي رسنۍ وایي، د صدام حسین لور څو کاله وړاندې د نوري مالکي په اجازه په پټه تکریت ته د خپل پلار قبر ته ورغلې وه. رسنیو ویلي، چې «رغد صدام» د اردن دولت په منځګړیتوب د نوري مالکي په دوره کې تکریت ته سفر کړی و او د خپل پلار د قبر زیارت یې کړی و. ویل کېږي مالکي د نوموړې سفر په دې شرط ور سره منلی و، چې دغه خبره به پټه پاتې کېږي. دا چې رغد صدام په عراق کې ګڼ پلویان لري، نو له همدې کبله یې له راتګ سره مخالفت کېږي.
































