د ژورنالیستانو نړیوال فدراسیون وايي په افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته ۳۱۸ رسنیو خپل کار درولی دی. د غه فدرایسیون تیره ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د نوې سروې له مخې افغانستان کې د نوي حکومت له رامنځته کېدو وروسته ۵۱ ټلویزیوني چینلونو، ۱۳۲راډیوګانو او ۴۹ انلاین رسنیو خپل فعالیت درولی دی. په اعلامیه کې راغلي چې اوس د افغانستان له ۱۱۴ ورځپاڼو یوازې ۲۰ یې چاپيږي. سرچینه لیکي چې یاده سروې د افغانستان د ژورنالیستانو ملي ټولنې په ۳۳ ولایتونو کې ترسره کړې ده. سرچینې د ژورنالیستانو د نړیوال فدراسیون سکرتر جنرال انتوني بلېنجر له قوله لیکلي چې په لومړي ځل په ۳۳ ولایتونو کې له راټولو شویو معلوماتو څخه هغه بحران لیدلی شي، چې په افغانستان کې یې خبریالي او ژورنالیزم اغیزمن کړی دی. دی وايي دا تصویر نه یوازې د هغو خبریالانو لپاره چې دنده یې له لاسه ورکړې بلکې عامو افغانانو ته هم په دې خاطر یو ناورین دی چې د معلوماتو له تر لاسه کولو بې برخې شوې دي.
































