سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home راشه ورشه

منګولیا

حشمت الله نوري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 11, 2020
in راشه ورشه
0
منګولیا
680
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

منګولیا په ختیځه اسیا کې د چین او روسیې ترمنځ د شمالي عرض البلدونو د ۴۲ او ۵۲ درجو او د ختیځو طول البلدونو د ۱۲۰ او ۸۵ درجو ترمنځ پروت هېواد دی. پراخوالی یې ۶۰۹۰۹ کیلو متره مربع دی او له دې پلوه د نړۍ اوولسم هېواد دی. شمال ته یې روسیه، جنوب ته یې سایبریا، ختیځ او لوېدیځ ته یې د چین ولسي جمهوریت موقعیت لري.

د منګولیا هوا وچه او توده ده. د دغه هېواد جګې سیمې سوړ ژمی لري چې تودوخه یې د سانتیګراد تر منفي ۴۰ درجو هم رسېږي. د دوبي پر مهال یې بیا هوا د سانتیګراد تر ۴۰ درجو پورې رسېږي.

You might also like

پروان

وردګ

غور

منګولیا په ټوله نړۍ کې د خپل مساحت په پرتله لږ اوسېدونکي لري؛ ځکه چې له یوې خوا د دغه هېواد ختیځې، منځني او جنوب لوېدیځې برخې په غرونو پوښلې دي او له بلې خوا یې د ګوبي او کوبدو په شان سوځنده ډاګونو جنوب ختیځې سیمې نیولې دي. د دې سیمې پراخوالی ۵۰۰ سوه زره کیلومتره مربع دی.

د دغه هېواد پلازمېنه اولبناتور ښار دی، نفوس یې څه باندې ۳ میلیونو کسانو ته رسېږي چې په هره کیلو متره مربع ساحه کې یې درې تنه ژوند کوي. ۷۰ سلنه اوسېدونکي یې په ښارونو کې مېشت دي او پاتې ۳۰ سلنه نور یې بیا په کلیو او بانډو کې مېشت دي. د دغه هېواد د قانون له مخې، هره کورنۍ یې په ټول عمر کې د دریو ماشومانو د درلودو اجازه لري.

منګولیا د اداري وېش له پلوه په ۲۱ ولایتونو وېشل شوې ده. سان، بیزایورګر، مورن، کوري، کوبدو، اولیاسوتای، نالاییخا، ایون او بیز یې لوی او مهم ښارونه دي.

۹۵ سلنه وګړي یې ژېړ منګول او پاتې نور یې قزاق، چینایي او روسي نژاده دي.  رسمي ژبه یې منګولي ده، خو په ترکي، روسي او چینایي ژبو هم پکې خبرې کېږي.

لیکدود یې بیا د ژېړ نژاد یو ډول لیکدود دی چې د مغلي په نامه هم یادېږي. ۵۰ سلنه خلک یې د تبتي بودېزم او پاتې نور یې د شمانیزم او ګډو دینونو پیروان دي.

د منګولیا لومړنی اساسي قانون د ۱۹۲۴ ز کال د نومبر په ۲۴ مه د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو د اتحاد د قانون له مخې جوړ شوی و. دغه قانون لومړی ځل په ۱۹۴۰ز کال او بیا د ۱۹۶۰ ز کال د جون په ۶مه نوی شوی دی. د دغه هېواد اوسنی اساسي قانون د ۱۹۹۲ ز کال د فبروري په ۱۲مه نافذ شوی دی. په منګولیا کې د ولسمشرۍ کاندیدان د ګوندونو له خوا د خلکو ستر مجلس ته پېژندل کېږي او د خلکو په خوښه د څلورو کلونو لپاره ټاکل کېږي. هغه څوک چې ګوند یا ائتلاف یې اکثریت ولري، د خلکو د ستر مجلس له خوا د لومړي وزیر په توګه غوره کېږي. د منګولیا د کابینې وزیران د خلکو د ستر مجلس له خوا او د ولسمشر په مشوره ګومارل کیږي.

د دغه هېواد د پارلمان ۷۶ غړي د خلکو په خوښه د څلورو کلونو لپاره ټاکل کېږي او د رایې ورکولو قانوني سن پکې ۱۸ کاله دی.

د منګولیا حقوقي نظام د روسیې، چین او ترکیې پر قوانینو ولاړ دی. د دغه هېواد لوړ قضایي ارګان ستره محکمه، د تمیز محکمې په شان کار کوي. منګولیا له سترې محکمې وروسته ولایتي ښاري او سیمه ییزې محکمې او د اساسي قانون د تعبیر او تفسیر محکمه لري.

د منګولیا د خلکو انقلابي ګوند،  د منګولیا نوی ټولنپال ولسواک ګوند او د منګولیا جمهوري غوښتونکی ګوند د دغه هېواد لوی او د زیات نفوس لرونکي ګوندونه دي. یاد هېواد د ۱۹۲۱ ز کال د مارچ په ۱۳ مه له چین څخه خپله خپلواکي ترلاسه کړه، خو د جولای ۱۱مه د خپلواکۍ د ملي ورځې په نوم پکې نمانځل کېږي.

دغه هېواد د ګڼو نړیوالو ادارو ترڅنګ په ۱۹۶۱ ز کال کې د ملګرو ملتونو غړیتوب هم ترلاسه کړ.

د منګولیا اقتصاد د ۱۹۴۸ ز کال نه تر ۱۹۹۰ ز کلونو د ټولنیزې اقتصادي پراختیا د هغو پنځه کلنو پلانونو په مرسته چې د شوروي اتحاد، چین او نورو سوسیالیستي هېوادونو په مرسته تطبیق کېدل، ډېر ګړندی پرمختګ وکړ او له یوه کرنیز او وروسته پاتې هېواد څخه په پرمختلونکي هېواد بدل شو. کله چې شوروي اتحاد ړنګ شو، پر منګولیا ټولې هغه مرستې بندې شوې چې د دغه هېواد درېیمه برخه ناخالص کورنی تولید یې برابراوه. منګولیا ته د شوروي اتحاد د مرستو بندېدو د دغه هېواد اقتصاد له سختو ستونزو سره مخ کړ، د بهرنیو اسعارو زېرمې لږ شوې، خلکو د اړتیا وړ توکو وارداتو ته اړتیا درلوده، صنعتي تولیدات کم شول او په ځینو خوراکي توکو، لکه، بورې چای، غوښې او اوړو باندې ځیره ولګېده. په دې وخت کې امریکا، جاپان او اروپایي ټولنې له منګولیا سره د غنمو او پیسو مرستې وکړې او دغه هېواد یې د ډېرو سختو شرایطو پر وړاندې په پښو ودراوه.

له دې وروسته د منګولیا نویو حکومتونو د ازاد بازار د اقتصاد تګلاره غوره کړه. په خپلو قوانینو کې یې بدلونونه راوستل او د ازاد مارکېټ اقتصاد د لګښتونو کمولو، د بیو اسانه کنټرول او د کورنۍ او بهرنۍ سوداګرۍ پراختیا ته یې غېږه پرانیستله.

د منګولیا ډېری عواید د دولت په عادي لګښتونو خرڅېږي او لږو کورنیو او بهرنیو پانګوالو د دغه هېواد د صنایعو او کانونو په برخه کې پانګونه کړې ده. په ۱۹۹۹ ز کال کې روسیې منګولیا ته د خپلو تېلو او نفتي محصولاتو په صادرولو لنډمهاله بندیز ولګاوه. دغه بندیز د منګولیا د اقتصاد ستونزې نورې هم ډېرې کړې. په ۲۰۰۰ ز کلونو کې وچکالۍ د منګولیا کرنې ته دروند زیان ورساوه او ډېرڅاروي پکې مړه شول. خو د دغه هېواد اقتصاد اوسمهال ښه لور ته روان دی. د منګولیا ناخالصو کورنيو تولیداتو بیه ۱۲ مېلیارده ډالرو  او د ناخالص کورني تولید کلنۍ وده یې بیا ۷ سلنه ده. دغه راز د سړي سر کلني عاید کچه ۴۱۵۱ ډالرو ته رسېږي.

برېښنا، د ډبرو سکاره، مس، سره زر، تېل، ساختماني توکي، سمنټ، د غوښې او نورو خوارکي توکو پروسس، بوره، چیني لوښي، چرمي شیان، کېمیاوي توکي، ګوګړ او لاسي صنعت د دغه هېواد په اقتصادي وده کې رغنده رول لوبوي.

د منګولیا یوازې یو سلنه ځمکه د کرنې وړ ده. د دغه هېواد ۸۰ سلنه خاوره څړځایونو او پاتې نوره ځنګلونو، غرونو، بېدیاوو، سیندونو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د منګولیا ۳۵ سلنه خلک د کرنې او مالدارۍ پر چارو بوخت دي او د دغه هېواد ۲۰ سلنه ناخالص کورني تولیدات هم له دغه سکټور څخه لاسته راځي. غنم، وربشې، کچالو، واښه، چغندر، سابه، غوښه، لبنیات او هګۍ د منګولیا مهم کرنیز محصولات بلل کېږي.

تېل، د ډبرو سکاره، مس، فاسفېټ، نکل، جست او سره زر د دغه هېواد له لویو کاني زېرمو څخه دي. د صادراتو ټوله بیه یې درې مېلیارده ډالره او د وارداتو ټوله بیه څه باندې درې مېلیارده ډاره اټکل شوې ده. روسیه، چین، جاپان، جنوبي کوریا، امریکا او عربي هېوادونه یې لوی سوداګریز شریکان دي.

دغه هېواد له ۱۰۰ ډېرې سوداګریزې بېړۍ او ۴۶ هوایي ډګرونه لري چې ۱۵ یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي.  د ټلیفون کوډ نمبر یې ۰۰۹۷۶ او د انټرنېټ کوډ نمبر یې اېم اېن دی. دغه راز یو میلیون اوسېدونکي یې انټرنېټ ته لاسرسی لري. د هغه قانون له مخې چې په کال ۲۰۰۵ ز کال تصویب شو، د منګولیا دولتي راډیو او ټلوېزیون په عامه شبکه بدل شول. اوس په دغه هېواد کې خصوصي راډیوګانې او ټلوېزیونونه هم فعالیت کوي.

مغل د ختیځې آسیا یو مهم قوم دی چې په بېلابېلو طایفو او ژبو وېشل کېږي او دې سیمې ته کوچېدلي. دوی تر ډېره کوچیاني ژوند درلود او له خپلو سترو رمو سره به له یوې شنې سیمې څخه بلې سیمې ته کوچېدل. په مغلو کې دا دود و چې تر ټولو ځواکمنې طایفې به په شاوخوا سیمو او خلکو واکمني کوله، لښکر به یې جوړاوه او جګړې به یې کولې. مورخین لیکي چې د شیونک نایاهون قومونه له میلاد څخه کابو څلور سوه کاله مخکې د سلنګا په دره کې چې سایبریا د اسیا له زړه سره نښلوي، مېشت شوي دي.

د۱۹۹۰ ز کال په جنوري کې د منګولیا ولسواک ګوند جوړ شو او د هېواد ستر مجلس په اساسي قانون کې بدلونونه تصویب کړل. په ۱۹۹۱ ز کال کې لومړي وزیر داشیون خپله اقتصادي تګلاره اعلان کړه او هڅه یې وکړه چې بهرني پانګوال خپل هېواد ته راوبولي. په ۱۹۹۲ ز کال کې بیا د منګولیا په اساسي قانون کې بدلونونه راغلل، د هېواد له نامه څخه د خلکو توری لرې شو او روسي عسکر له دغه هېواد څخه په بشپړه توګه ووتل.

په ۱۹۲۶ز کال کې په کابل او اولنباتور کې د افغانستان او منګولیا تر منځ د نااستوګنو سیاسي اړیکو د جوړېدو اعلامیه خپره شوه او په بیجېنګ کې د افغانستان سفیر شعیب مسکینیار ته دنده ورکړل شوه چې په اولنباتور کې د افغانستان د نااستوګن سفارت دندې پر غاړه واخلي. له افغانستان څخه تر منګولیا پورې د هوا له لارې فاصله ۳۳۴۸ کیلومترو ته رسېږي. دغه راز د کابل او اولنباتور ښارونو ترمنځ زماني توپیر هم درې نیم ساعته دی.

Previous Post

کرونا په نړۍ کې؛ د مړو شوو کسانو شمېر له ۲۸۳ زره کسانو اوښتی دی

Next Post

د «استقامت، مبارزې او بریا» کتاب په اړه څو خبرې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

پروان
راشه ورشه

پروان

by Spogmai Radio
جنوري 11, 2021
وردګ
راشه ورشه

وردګ

by Spogmai Radio
جنوري 4, 2021
غور
راشه ورشه

غور

by Spogmai Radio
دسمبر 28, 2020
راشه ورشه

غزني

by Spogmai Radio
دسمبر 21, 2020
سمنګان
راشه ورشه

سمنګان

by Spogmai Radio
دسمبر 14, 2020
Next Post
د «استقامت، مبارزې او بریا» کتاب په اړه څو خبرې

د «استقامت، مبارزې او بریا» کتاب په اړه څو خبرې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چن ون چينګ له قزاقستان څخه ليدنه وکړه

جون 1, 2026
عدليې وزارت کابل کې د معاملاتو د لارښوونې ۱۴۴ دفترونه تړلي دي

عدليې وزارت کابل کې د معاملاتو د لارښوونې ۱۴۴ دفترونه تړلي دي

اکتوبر 10, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved