امریکا وایي د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره مشخص مهالوېش نشته دی. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره مشخص مهالوېش نشته دی.
دده په وینا دا نه ده مشخصه شوې چې نوی حکومت به څه وخت په رسمیت وپېژندل شي او کابل کې د سفارت پرانیستلو لپاره پلان هم نه لري. د وېسټ په وینا دوی تر دې دمه د سفارت پرانیستلو ته تیار نه دي او معلومه نه ده چې څه وخت به یې په کابل کې ديپلوماتیک ماموریت پيل شي.
تر دې وړاندې هم امریکا ویلي چې د نوي حکومت رسمیت پېژندل د نړیوالې ټولنې د شرطونو په منلو پورې تړلي او همدا راز افغان حکومت بیا ویلي وو، چې دوی هڅه کوي امریکا ژر خپل سفارت په کابل کې پرانیزي او په دې توګه له ټولې نړۍ سره د افغانستان ديپلوماتیکو اړیکو ته لار پرانیستل شي.
































