امریکا یو ځل بیا خبرداری ورکړی دی چې هره شیبه امکان لري، روسیه پر اوکراین برید وکړي. امریکايي چارواکو یو ځل بیا د روسیې احتمالي برید په اړه خبرداری ورکړی او زیاته کړې یې ده چې روسیه پر اوکراین د برید لپاره پلمه لټوي او ښايي په یو مناسب وخت کې پر دې هېواد برید وکړي. د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان ټینګار کړی دی چې امریکا او د ناټو غړي هېوادونه به د روسیې په مقابل کې د اوکراین ترڅنګ ودرېږي. روسیې پر اوکراین د برید احتمال رد کړی دی او څرګنده کړې یې ده چې امریکا د جګړې اور ته لمن وهي.
































