ایران او امریکا وایي د اټومي مذاکراتو مهم پړاو ته داخل شوي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس په یوه خبري کنفرانس کې ویلي د وېن مذاکرات مهم پړاو ته رسېدلې دي او ډېر ژر به یوه پایله ولري. دده په خبره دا داسې مرحله ده چې یا به د ۲۰۱۵ کال اټومي هوکړه رامنځ ته کېږي او یا به نړیوال د ایران پر وړاندې پر یوه واحد دریځ عمل کوي.
بلخوا د وېن په مذاکراتو کې د ایران د مذاکراتي ټیم سرپرست هم رسنیو ته ویلي چې خبرې تر بل هر وخت مهم پړاو ته رسېدلې دي. فرانسې بیا تازه ایران ته خبرداری ورکړی چې د مذاکراتو لپاره کم وخت لري او هغه دې نه ضایع کوي.
































