اسراییلو پر سوریه راکیټي بریدونه کړي دي. د راپورونو له مخې اسراییلو تېره شپه ناوخته د دمشق شاوخوا ته پوځي اډې په نښه کړې دي. راپورونه وایي چې د بریدونو له امله رامنځ ته شوې چاودنې خورا درنې وې او دمشق یې لړزولی دی.
سوریه کې رسنیو په دې اړه لا ډېر جزیات نه دي ورکړي، خو اسراییل وایي چې په دې بریدونو کې یې د ایران او سوریې د ګډو ځواکونو نظامي اډې په نښه کړې دي او دا بریدونه تلفات هم لري. د سوریې حکومت په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































