روسیې ویلي چې له اوکراین سره د وروستي کړکېچ د حل په موخه یې یو پلاوی بلاروس ته رسېدلی دی. د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف ویلي چې دوی له اوکراین سره د ستونزو د حل په موخه یو مذاکراتي پلاوی ټاکلی دی او یاد پلاوی بلاروس ته رسېدلی هم دی. سپوټنیک اژانس راپور ورکړی دی چې په دې مرکچي پلاوي کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او د کرملین ماڼۍ استازي برخه لري. د یادونې ده چې پرون اوکراین د روسیې د اوربند وړاندیز ومنل او د خبرو له لارې یې د مسائلو پر حل ټینګار وکړ.
































