د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره ورځ د رایو په اکثریت د ملګرو ملتونو د فوق العاده غونډې رابلل تایید کړل. په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو ټول غړي هېوادونه ګډون کوي او د روسیې د اقدام په اړه د نظر څرګندولو حق لري. روسیې هڅه وکړه چې ددغه غونډې د رابللو مخه ونیسي خو بریالي نه شول. له دې سره جوخت په بلاروس کې د اوکراین او روسیې مذاکرات پيل شوي دي. پوتین بیا د اروپايي هېوادونو او ناټو د ګواښونو په ځواب کې اټومي پوځ ته دتیارسی امر کړی دی. پوتین ویلي د هېچا مداخله نه مني او د هر ډول مداخلې په صورت کې به سخت ځواب ورکړي.
































