چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

پر افغانستان د روسیې او ناټو د زیاتېدونکي ټکر اغېز

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 28, 2022
in تبصرې
0
د کورونو پلټل؛ مخالفت او انګېزې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

  پر اوکراین د روسیې له برید وروسته د روسیې او ناټو ترمنځ لانجې زیاتېږي. له هغه وروسته چې د ناټو ځینو غړو له اوکراین سره د وسلو د مرستو اعلان وکړ، د روسیې ولسمشر د خ‍پل هېواد د ا‍ټومي برید ځواکونو ته د تیارسئ امر کړی دی. پوتین ویلي چې دا پرېکړه د ناټو مشرانو له د‍ښمنانه څرګندونو وروسته کوي. د پوتین دغه ګام د اروپايي او امریکايي مشرانو له خوا غندل شوی او پرون په یوه بې ساري ګام کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر اوکراین د روسیې د برید په تړاو د یوې ځانګړې غونډې جوړېدو ته رایه ورکړه. تر دې مخکې دا پرېکړه د روسیې له خوا ویتو شوې وه، خو دا ځل روسیې نشو کولای چې « د سولې لپاره اتحاد» تر عنوان لاندې ددې ځانګړې غونډې جوړېدل ویتو کړي.

د هرې ورځې په تېرېدو سره د اوکراین کړکېچ نوي اړخونه پیدا کوي او ناټو او روسیه سره ښکر په ښکر کېږي. داسې اندېښنې شته چې ښايي دا جګړه پراخه شي. له همدې کبله ناټو او روسیه دواړه هڅه کوي چې په دې لانجه کې خپل متحدین زیات کړي، څو پر مقابل لوري فشار راوړي. امریکا هڅه وکړه چې د امنیت شورا غیر دایمي غړی هېواد هند قانع کړي چې د روسیې پر ضد رایه ورکړي، خو ونه توانیده. د دواړو اړخونو له خوا دا هڅې لا هم روانې دي.‌ که دا لانجه لا زیاته پراخه شي، نو خبره تر افغانستان پورې هم را رسېږي چې دواړه اړخونه به هڅه وکړي چې یو د بل پر ضد یې وکاروي. له نیکه مرغه تر اوسه د اسلامي امارت دریځ ښه دی چې د یوه لوري ملاتړ هم نه کوي او له دواړو لورو غواړي چې د خبرو له لارې ستونزه حل کړي. دا د اوس لپاره ښه او سم دریځ دی او د افغانستان په ګټه دی، خو که لانجه زیاتېږي، نو د افغانستان لپاره به بیا سم دریځ څه وي؟‌ دا ډېره مهمه او اساسي پوښتنه ده، ځکه چې له اسلامي امارت سره تعامل په د دغه دریځ پر اساس وي.‌ له بشري او نورو مرستو نیولې د افغانستان تر رسمیت پېژندلو پورې ښايي ګڼ مسایل د اسلامي امارت له همدې دریځ سره غوټه شي. بله وېره دا هم ده چې ښايي ناټو او روسیه دواړه په افغانستان کې د استخباراتي او نیابتي ډلو پر مټ یو بل ته ستونزې جوړې کړي او ان له وړاندې دا شننه وه چې امریکا غواړي دلته د داعش په تقویې سره په منځنۍ اسیا کې روسیې ته سرخوږی جوړ کړي.

پر اوکراین برید او د روسیې او ناټو د ټکر پراختیا له شک پرته چې د افغانستان پر امنیت، ثبات او له نړۍ سره د اسلامي امارت پر اړیکو ژور اغېز پرې باسي.‌ له همدې امله پکار ده چې سره له اوسه یو منظم ټیم وټاکل شي چې ددې ستونزې ټول اړخونه او نوي بدلونونه م‍طالعه کړي او وخت پر وخت چارواکو ته داسې مشوروې ورکړي چې که د هغو پر اساس تصمیم ونیول شي، نو له دې کړکېچه به افغانستان خوندي پاتې شي او له نوو بدلونونو به د افغانستان په ګټه هم کار واخیستل شي.

Previous Post

ملګري ملتونه د روسیې په اړه فوق العاده غونډه رابولي

Next Post

اوکراین: راتلونکي ۲۴ ساعته برخلیک ټاکونکي دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
اوکراین: راتلونکي ۲۴ ساعته برخلیک ټاکونکي دي

اوکراین: راتلونکي ۲۴ ساعته برخلیک ټاکونکي دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

هرات کې ۱۵۰ نورې صرافۍ تړل شوې دي

هرات کې ۱۵۰ نورې صرافۍ تړل شوې دي

جولای 30, 2024
له پېښو سره د مبارزې ادارې؛ کاتولیک موسسې سره د ګډو همکاریو هوکړه کړې

له پېښو سره د مبارزې ادارې؛ کاتولیک موسسې سره د ګډو همکاریو هوکړه کړې

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved