د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ (کرملین) ویاند دیمیتري پسکوف ویلي چې روسیه باندې د غرب وروستي لګول شوي بندیزونه بې ارزښته دي. هغه زیاته کړې ده چې روسیه په سیستماتیک ډول باندې تر ټولو سختو اقتصادي بندیزونو ته چمتووالی لري. نوموړي څرګنده کړې ده چې دا بندیزونه سخت او خورا ډېر مشکل ساز دي خو روسیه په بشپړه توګه د یادو ټولو محدودیتونو د جبران وړتیا لري. پسکوف ټینګار کړی دی چې دوی د غربي هېوادونو پر وړاندې بې تفاوته دي. د یادونې ده چې امریکا پر اوکراین تر برید وروسته پر روسیې سخت بندیزونه لګولي دي او د لا ډېرو بندیزونو خبرداری یې ورکړی دی.
































