سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د امريکا له خوا د افغانانو کنګل شويو پيسو ويش د افغانانو پر بشري حقونو د دې هېواد د تېري يوبل ثبوت دی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 2, 2022
in ليکنې او تحلیلونه
0
د امريکا له خوا د افغانانو کنګل شويو پيسو ويش د افغانانو پر بشري حقونو د دې هېواد د تېري يوبل ثبوت دی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

په دې وروستیو ورځو کې د امريکا ولسمشر جوبايډن يو فرمان لاسليک کړی، چې له مخې به يې د دوی له خوا کنګل شوې درې مليارډه او پنځه سوه ملیونه افغان شتمني د ۹،۱۱ پېښې قربانيانو کورنيوته ورکړي، خو دغه پرېکړه په نړۍ کې او په تېره بيا په افغانستان کې له توندو غبرګونونو سره مخ شوي. په دې اړه د چين د سي اېم جي خبريالې د افغانستان له ځينو کارپوهانو او شخصيتونو سره مرکه کړې ده. دوی د امريکا ياده پرېکړه غندلې او ويلي يې دي، چې امريکا دافغانانو کنګل شوې شتمنۍ غلا کړې، چې له دې کبله به د افغانستان اقتصادي او بشري بحرانونه نورهم زيات شي. د دوی په اند د امريکا دغه کړنه د افغانستان پر بشري حقونو  د امريکا د تېري بل ثبوت دی.

د ډېرو افغان کارپوهانو او شخصيتونو په اند افغانان له۹،۱۱ پېښې سره هېڅ تړاو نه لري، نو امريکا دا حق نه لري، چې افغان شتمنۍ د دې پېښې قربانيانو ته ورکړي. دغه راز د افغانستان د ار ټي اې خبريال سيد عمر سهار داسې ويلي، چې پخوا امريکا ويلي و چې د دې پېښې پلان په افغانستان کې د القاعدې سازمان له خوا طرحه شوی وو، خو دوی هېڅ ثبوت نه لري او دا ټولو ته معلومه ده، چې د يادې پېښې د پېښېدو له لسو کلونو وروسته په ۲۰۱۱ م کال کې د القاعدې شبکې مشر په بل ځای کې پیدا او ووژل شو. نو له دې کبله افغانانو له دغې پېښې سره هېڅ تړاو نه درلود، نو ولې د افغانانو پيسې د ۹،۱۱ پېښې قربانیانو ته ورکړل شي؟ د امريکا ولسمشر افغان ولس ته په داسې سترګه ګوري، چې په دې  اړه د پوښتنې څوک نه لري. په امریکا کې کنګل شوې افغان شتمنۍ د افغان ولس حق دی، دا نه د امريکايانو ده نه د امريکا ده، نه د جو بايډن ده او نه هم د افغانستان د تېر نظام نه وه دا د ولس شتمنۍ ده.

د دې ترڅنګ هغه هم د امريکا پر حکومت غږ کړی، چې دغه پيسې دې بېرته افغانانو ته ورکړي. ځکه چې د جو بايډن د ياد فرمان په لاسليکولو سره په افغانستان کې د ډېرو ملکيانو ژوند لا سخت شوی دی.د فرانسې د اروپايي مطبوعاتي ټلويزيون د خبر له مخې اوس په افغانستان کې نژدې ۲۴ ملیونه افغانان له وږي سره مخ دي چې، دغه شمېر د دې هېواد د عمومي نفوس په سلو کې ۶۰ برخه نيسي. په دې هکله د کندهار د اوربند ورځپاڼې د عمومي مدير مرستيال عبدالمتين اميري زمونږ له خبريالې سره د مرکې په ترڅ کې داسې وويل: لکه څنګه چې ټولې نړۍ ته معلومه ده، چې افغانستان اوس په ډېر بحراني حالت کې دی. افغانان دې ته اړ شوي چې خپل اولادونه او حتی د بدن غړي وپلوري، چې په دې جمله کې ډېر يې اوس خپل پښتورګي هم پلوري. دوی ډېر سخت ژوند تېروي.

۹،۱۱ پېښه شل يا يووشت کاله مخکې پېښه شوه، خو له بده مرغه په افغانستان کې تر ۲۰۲۱ کاله پورې مونږ زرګونه او لسګونه زره کونډې او يتيمان درلودل او لرو يې. اوس هم ډېر وګړي خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي. نو اړينه دا ده، چې د افغانستان د خلکو شتمنۍ دې د يو ميکانيزم له لارې د امريکا دولت په ښه ډول بېرته  افغانانو ته ورسوي تر څو د دوی ستونزې او مشکلات لېرې شي.

د افغانستان د کابل پوهنتون د استاد اکبر په اند د امریکا ياده کړنه د افغانانو پر حقونو تېری دی. هغه په مرکې کې داسې ويلي، چې یو داسې هېواد (امريکا) چې په بېلا بېلو برخو کې ځان غښتلی بولي، نامعقوله او نا عادلانه پرېکړه کړې، چې دا له بشري حقونو او عدالت څخه سرغړونه ده. امريکا بايد د افغانستان د اوسني بحراني حالت پړه پر غاړه واخلي.

Previous Post

بایډن: امریکا به په اوکراین کې مستقیم ځان ښکېل نه کړي

Next Post

د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو سټوډيومونه به په راتلونکي هم کې هم وکارول شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو سټوډيومونه به په راتلونکي هم کې هم وکارول شي

د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو سټوډيومونه به په راتلونکي هم کې هم وکارول شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو سټوډيومونه به په راتلونکي هم کې هم وکارول شي

د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو سټوډيومونه به په راتلونکي هم کې هم وکارول شي

مارچ 2, 2022
د سپوږمۍ څار خپرونه/ پاکستان ته د طالبانو سفر

د سپوږمۍ څار خپرونه/ پاکستان ته د طالبانو سفر

دسمبر 18, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ