چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د افغانانو په نظر د چين دوې غونډې!

لیکنه: ډېوه؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 11, 2022
in ليکنې او تحلیلونه
0
د افغانانو په نظر د چين دوې غونډې!

(د چين د هه فې د صنعتي چارو پوهنتون د ماسټرۍ محصل محمد حسن مخدوم زاده )

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

په چين کې مېشت افغانان د دغه هيواد د دوو کلنيو غونډو په هکله څه نظر لري او خپله دغه غونډې  کومې ځانګړتياوې او ارزښت لري؟د چين مېډيا ګروپ د پښتو څانګې خبرياله له دوو افغانانو سره، چې له اوږدې مودې راهیسې په چين کې ژوند کوي غږېدلې ده.

د چين سږنۍ دوې ملي غونډې يعنې د ۲۰۲۲م کال د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ديارلسمې ملي کميټې او د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس پنځمې غونډې اوس په بېجينګ کې روانې دي.

No description available.

(د چين د هه فې د صنعتي چارو پوهنتون د ماسټرۍ محصل محمد حسن مخدوم زاده )

د چين د هه فې د صنعتي چارو پوهنتون د ماسټرۍ محصل محمد حسن مخدوم زاده اوه کاله کيږي، چې په چين کې زده کړې او ژوند کوي. نوموړی د چين د يادو دوو غونډو په هکله وايي، چې دغه غونډې هر کال په بېجينګ کې ترسره کیږي او د چين د بېلا بېلو ولايتونو او سيمو استازي پکې د خلکو د ګټو او ژوند د ښه والي لپاره د مهمو موضوعاتو په باب بحثونه کوي.

د ملي ولسي کانګرس په غونډه کې د خلکو د اړتياوو له مخې د ټولنيز پرمختګ او د خلکو د نيکمرغۍ لپاره ګټور وړانديزونه طرح کیږي. د بيلګې په توګه د روان کال په دوو غونډو کې په عمده توګه د ساينس او ټېکنالوژيو د نوښت او د ټولنيز ضمانت په شمول د ځينو موضوعاتو په هکله بحثونه روان دي. محدومزاده وايي، چې دا ډېر ښه ميکانيزم دی، چې ټول استازي يې د خلکو له لوري ټاکل شوي او دوی د خلکو د ستونزو او ريښتني وړتياوو په هکله معلومات لري او د وړانډيزونو طرح کولو په وخت کې د خلکو ګټې په نظر کې نيسي.

محمد حسن مخدوم زاده د چين د دوو کلنيو غونډو په اړه د ځانګړي سياسي ميکانيزم په هکله خپل نظر څرګند کړی او ويې ويل، چې د چين د ملي ولسي کانګرس ځانګړتيا دا ده، چې دلته د مختلفو ټولنو خلک راغونډ شوي او د هېواد د حکومت چارې په مخ وړي. دغه راز دغه استازي د همدې کنفرانس له لارې د چين د کمونېست ګوند او د نورو ګوندو او ټولنو تر منځ د همکاريو پل رامنځته کوي او د کمونېست ګوند واکمني نوره هم ټينګوي.

د محمد حسن مخدوم زاده په اند، د چين د ځانګړي سوسياليزم حکومت د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره هراړخيز پلانونه لري. د چين کمونېست ګوند هدف د چيني ملت د بيا سمسورتيا په اړه د چينيانو د ارمان او خوب پوره کول دي، چې هېواد يې سمسور او ملت يې پياوړی او نيکمرغه شي.  د سروې نړيوالو ارګانونو په دې وروستيو کلونو کې د چين د کمونېست ګوند په هکله سروې ترسره کړي او پایله یې ښيي، چې له خپل حکومت د چينايانو د ملاتړ انډول ډېر لوړ دی. چينايان يووالی لري او د حکومت تګلارې بیا د خلکو ملاتړ لري، نو ورڅخه څرګنديږي، چې خلک د حکومت له کارونو خوښ دي.

No description available.

(اافغان سوداګر علي فيض)

افغان سوداګر علي فيض په چين کې نهه کاله کار او ژوند کړی او اوس له افغانستان څخه چين ته د توليداتو د واردولو په چارو لګیا دی. نوموړی د چين د دوو غونډو په هکله وايي، چې د چين ملي ولسي کانګرس او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس دوې کلنۍ غونډې د چين د پرمختګ لپاره ستر اهمیت لري. د چين خلک د اقتصاد، ټولنې، ښوونې، ساينس او تيکنالوژۍ په شمول بېلا بېل وړانديزونه د دغو دوو غونډو له لارې مرکزي حکومت ته وړاندې کوي او وروسته د چين مرکزي حکومت اړوند پلانونه جوړوي او  ستر برياليتوبونه تر لاسه کوي. علي فيض وايي، چې د نړۍ نورهيوادونه هم د چين له دغو ډيموکراتيکو غونډو تجربې زده کولی او کارولی شي.

Previous Post

حنفي: ا.ا د افغانانو د شرعي او انساني حقونو تامین ته ژمن دی

Next Post

سپینه ماڼۍ: ښایي روسیه په اوکراین کې کیمیاوي وسلې وکاروي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
سپینه ماڼۍ: ښایي روسیه په اوکراین کې کیمیاوي وسلې وکاروي

سپینه ماڼۍ: ښایي روسیه په اوکراین کې کیمیاوي وسلې وکاروي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

((د شي جین پينګ خوښ کلاسیک آثار)) دوم څپرکی (ويتنام ژبه) په ويتنام کې خپرېږي

دسمبر 12, 2023
شي جين پينګ له ګوانګ دونګ ولایت څخه لېدنه پېل کړه

شي جين پينګ له ګوانګ دونګ ولایت څخه لېدنه پېل کړه

اپریل 11, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved