د نورستان ولایت په واما ولسوالۍ کې د جهاد د مخکینۍ دورې یوه سیمه ییز قوماندان یوه اندازه وسلې او جنګي تجهیزات د ا.ا. سیمه ییزو چارواکو ته وسپارل. د یادونې وړ ده چې یادې وسلې له پخوا څخه د هغه قوماندان په کور ساتل شوې وې. د نورستان د امنیې قومندان محمد یوسف جمالزي د یاد قومندان له دې اقدام څخه هرکلی کړی. نوموړي د ا.ا عفوې ته په اشارې سره په ټولو خلکو غږ کړی چې خپلې وسلې پرځمکه کېږدي او د خپل هېواد د امنیت په ټینګولو او بیارغونه کې ونډه واخلي.
































