چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

خبري رسنۍ: د ۲۰۲۲ کال په پيل کې د چين د اقتصاد ښې نښې نښانې!

لیکنه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 17, 2022
in ليکنې او تحلیلونه
0
خبري رسنۍ: د ۲۰۲۲ کال په پيل کې د چين د اقتصاد ښې نښې نښانې!
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

 د امريکا والسټريټ ورځپاڼې د مارچ په ۱۵مه نېټه پر خپلې ويبپاڼې خبر ورکړی، چې د چين د احصائيې ملي ادارې په همدې ورځ د ۲۰۲۲م کال د لومړيو دوو مياشتو عمده اقتصادي ګرافونه خپاره کړي، چې له مخې يې د دغه هېواد د صنايعو، پانګونې او د توليداتو د خرڅلاو ګرافونه د پخوا په پرتله پورته شوي، بلکې له اټکل څخه هم زيات شوي دي. ياد خبر وايي، چې د چين اقتصاد نړۍ ته د پرمختګ ښې نښې ورکړې دي.

د روان کال په لومړيو دوو میاشتو کې د چين د اقتصاد بيا احيا د ښه کېدو په حال کې وه او د روان کال د لومړۍ ربعې د اقتصادي پرمختګ لپاره يې کلک بنسټ برابر کړی دی.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

شمېرې ښيي، چې په تېرو دوو مياشتو کې د چين د سترو صنايعو د زياتوالي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې اووه اعشاريه پنځه زيات شوی، چې دغه رقم د تېر کال د ډسمبر په پرتله درې اعشاريه دوه زياتوالی ښيي. دغه راز په دغو دوو مياشتو کې د ثابتو دارايو پانګونه يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې دوولس اعشاريه دوه زياته شوې، چې دغه شمېر په دې برخه کې د تېر یو کال د پرمختيایي انډول په پرتله په سلو کې اووه اعشاريه درې زیاتوالی ښيي.

سربېره پردې په چين کې مصرفي ګراف هم ښه شوی دی

په چين کې د روان کال په لومړیو دوو مياشتو کې د ټولنيزو مصرفي توکو د خرڅلاو عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې شپږ اعشاريه اوه ښودل شوی، چې دا د تېر کال د ډسمبر په پرتله په سلو کې پنځه زيات دی.

رويټرز خبري اژانس د مارچ په پنځلسمه نېټه خبر ورکړی، چې چين د اقتصادي پرمختګ د ثابتېدو په موخه تګلارې غوره کړي او د روان کال په پيل کې يې په اقتصادي پرمختګ کې ښې نښې نښانې ليدل کيږي.

په تېرو دوو مياشتو کې د چین اقتصادي ګرافونه ښه ښکاري او ان له اټکل څخه هم وتلي دي. خبر وايي، چې د چين د اقتصادي پرمختګ ښو نښو هغه اندېښنه هم له منځه وړې، چې د روان کال په لومړۍ ربع کې به يې اقتصادي پرمختیايي انډول تر زياتې اندازې پورې ټيټ شي.

د چين په صنايعو او پانګونو کې پرمختيایي انډول نوې سويې ته پورته شوی او دا د دغه هېواد د کورنيو اړتياوو د زياتېدو ښکارندويي کوي.د چين د شمېرنې ملي ادارې وياند فو لين هوي ويلي، چې اوسني نړيوال حالت لا هم پېچلي دي او په نړيوال بازار کې د لویو توليداتو بيې هم لوړې شوې دي او د دې ترڅنګ جيوپوليټيک شخړې د نړيوال پولي بازار د بې ثباتۍ لامل ګرځېدلې دي.

نوموړي زياته کړې، چې چين که څه هم روان کال له ډېرو ستونزو سره مخ دی، خو بېلا بېلو ادارو يې د اقتصاد د ثابت پرمختګ لپاره ډېرې هڅې کړي، چې په پايله کې يې د پانګونو، مصرف او صنايعو په برخو کې څرګند مثبت بدلونونه راغلي دي. د چين حکومت د اقتصاد د ثابت پرمختګ د ساتلو لپاره ښه زمينه برابره کړې ده.

يوه شمېره ښيي، چې په چين کې توليدي اړتياوې نورې هم ښې شوي او مصرفي اړتياوې يې هم په څرګنده توګه ډېرې شوې دي او له دې څخه د چين کورنی خوځنده ځواک ښکاري، خو د چين په علاقه داريو او ښارګوټيو کې د بې کارۍ انډول لږ څه لوړ شوی او د چين پر وړاندې د استخدام د تضمين دنده لا هم درنه ده.

Previous Post

ملګري ملتونه: د ماشومانو او مېندو د ژغورلو لپاره ۲۵۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

Next Post

ملا برادر؛ له مراد امانوف سره د ټاپي پروژې پر پیل خبرې کړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
ملا برادر؛ له مراد امانوف سره د ټاپي پروژې پر پیل خبرې کړي

ملا برادر؛ له مراد امانوف سره د ټاپي پروژې پر پیل خبرې کړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شي جين پينګ د نوي کال په مناسبت د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې په لمانځغونډه کې مهمه وينا وکړه

شي جين پينګ د نوي کال په مناسبت د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې په لمانځغونډه کې مهمه وينا وکړه

دسمبر 31, 2022
د طالبانو لیک؛ له سیاسي څېرو یې د مستقیمو مذاکراتو غوښتنه کړې ده

د طالبانو لیک؛ له سیاسي څېرو یې د مستقیمو مذاکراتو غوښتنه کړې ده

اپریل 29, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ