سعودي عربستان پنځه تنه نور کسان اعدام کړل. د فرانس پریس خبري اژانس د ارقامو له مخې چې د سعودي عربستان د رسمي اعلامیو پر اساس یې راټول کړي، دې هیواد د سږکال له پیل راهیسې ۱۰۰ تنه اعدام کړي دي. د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس په داسې حال کې د دې کسانو د اعدام خبر ورکوي چې دې هېواد تېره اونۍ په یوه ورځ کې ۸۱ کسان اعدام کړل چې د بشري حقونو ادارو لخوا وغندل شو. سعودي د چهارشنبې په ورځ هم ۳ کسان په داسې حال کې اعدام کړل چې د بریتانیې صدراعظم بوریس جانسن په ریاض کې و او د سعودي عربستان د چارواکو څخه یې د تیلو د تولید ډیروالی غوښت. سعودي عربستان تېر کال ټول ټال ۶۹ کسان اعدام کړي خو د تېرې شنبې په ورځ یې ۸۱ کسان چې د ترهګرۍ په ګډون په ګڼ شمیر تورونو تورن و، په یوه ورځ اعدام کړل.
































