چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

په شينجيانګ کې د يخ او واورو د صنعت  طلايي موده پېل شوې

لیکنه: یاسمین؛ د چین  میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 19, 2022
in ليکنې او تحلیلونه
0
په شينجيانګ کې د يخ او واورو د صنعت  طلايي موده پېل شوې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

۲۰۲۲م کال د چين د شينجيانګ اويغور کورواکې سيمې د يخ او واورو صنعت د پرمختګ لپاره ځانګړی او مهم ارزښت لري.

د فبرورۍ د څلورمې نېټې په ماښام، د بېجينګ د اولمپیک اولمپيک ژمنيو لوبو د پرانيستونکو مراسمو په پيل کې يو فلم نندارې ته وړاندې شو. د دغه فلم لومړی انځور ښيي، چې د شينجيانګ په التای کې د غره پر کړنګ د سکي وهلو په اړه د نړۍ تر ټولو لرغوني انځورونه شته، چې شاو خوا ۱۲ زره کلن تاريخ لري، نو ځکه التای د سکي وهلو سرچېنه بلل کيږي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د بېجينګ د اولمپیک اولمپيک ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې د شينجيانګ د التای اويغوري لوبغاړې ډينيګير الاموجن له بل چيني لوبغاړي سره یو ځای د المپيک مشال بل کړ.

شينجيانګ له تېرو څو کلونو راهيسې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو تر اغېزو لاندې د يخ او واورو د سيلانيزو چارو د پرمختګ لپاره ډېرې هڅې کړي او د يخ او واورو د فعاليتونو، د لوبو د روزنو او د فولکوريکي دودونو د احساس په شمول نويو چارو ته يې پرمختګ ورکړی دی.

د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د پيل اوونۍ کې، يعنې د جنورۍ له ۳۱مې نېټې څخه د فبرورۍ تر ۶مې نېټې پورې له ۳ ميليونو او ۶۰۰ زرو زياتو سيلانيانو شينجيانګ ته سفرونه کړي، چې له دې جملې څخه نژدې ۶۰۰ زرو وګړو له التای څخه ليدنې کړې دي. په دې موده کې د شينجيانګ د سيلانيزو چارو عايدات ۳۷۰ ميليونو يوانو ته رسيدلي، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله لس سلنه زياتوالی ښيي.

شينجيانګ د يخ او واورو چارو د پرمختګ لپاره مناسب طبيعي شرايط لري، د ژمي ډېری وخت پکې واوره اوري، په ژمي کې يې پراخې سيمې پر واورو پوښل شوې وي، د واورو کيفيت يې هم ښه او اقليمي وضعيت يې مناسب او د يخ او واورو ډېرې ښکلې منظرې لري.

ژمنۍ لوبې په شينجيانګ کې لرغونی تاريخ لري او ځايي قومونه د يخ او واورو غني کلتورونه او دودونه لري. د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې او شينجيانګ کمسيسيون ځينو غړو له تېرو زياتو کلونو راهيسې د شينجيانګ د يخ او واورو د چارو او صنعت د پياوړتيا لپاره غږونه پورته کړي او وړانديزونه يې کړي دي.

د چين په شينجيانګ کې ۷۲ د سکي ميدانونه جوړ شوي او سږ کال د ژمني کلتور فېسټيوال، د يخ او واورو سيلانيز فېسټيوال او د کب نيولو فېسټيوال په شمول د مختلفو ژمنيو جشنونو د لمانځنې لپاره تر ۴۰۰ زيات فعاليتونه پکې تر سره شوي، چې له امله يې د شينجيانګ د يخ او وارو اقتصاد غوړيدلی دی.

د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې پای ته رسېدلي، خو په چين کې د سکي وهلو چارې ګام په ګام په زياتېدو دي او مينه وال يې ورځ تر بلې ډېريږي.

د چين دوه ملي جرګې څو ورځې مخکې ترسره شوې، چې په ترڅ کې يې دغه هېواد د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې زياتو غړو د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو له پای ته رسېدو وروسته د شينجيانګ د ژمنيو لوبو او صنعت د پرمختګ په اړه وړانديزونه کړي دي.

د چين د ولسي سياسي مشورتي کانفرانس د ملي کمېټې غړې او د شينجيانګ د نورمال پوهنتون مرستيالې ګليپالي عبدالله د سي جي ټي اېن له خبريال سره په مرکې کې ويلي، چې شينجيانګ د ژمنيو لوبو د پرمختګ طبيعي غوره والی لري. نوموړې وړانديز  کړی، چې بېلا بېل پوهنتونه او ښوونځي دې د ژمنيو لوبو درسونو ته په درنه سترګه وګوري او د دغو لوبو اړوند تعليمي مضمون دې جوړ کړي او زيات داسې مسلکي کسان دې وروزي، چې د ژمنيو لوبو اصلي تيوريکې پوهې او اختصاصي مهراتونه ولري.

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې غړي او د شينجيانګ د کرهنيزو چارو پوهنتون مشر جيانګ پينګ ان وويل، چې د شينجيانګ د ژمني صنعت د پرمختګ لپاره دې د پيوستون مفکوره جوړه او د پانګونې د هڅولو په تېره بيا د ټولنيزو پېسو او د يو کمربند او يوې لارې د اړوندو هېوادونو د پانګو د راجلبولو له لارې د يخ او وارو چارو ته دې پرمختګ ورکړل شي.

د شينجيانګ حکومتي ادارې (( د شينجيانګ د ژمنيو سيلانيزو چارو د پرمختګ پلان)) او (( د شينجيانګ د لوبو او سيلانيزو چارو د پيوستون د پرمختګ پلان)) خپاره کړي او داسې موخه يې ټاکلې، چې شينجيانګ به تر ۲۰۲۵م کال پورې د چين د ژمنيو لوبو او د ژمنيو سيلانيزو چارو مشهور هدف وګرځوي.

په شينجيانګ کې د ژمنيو لوبو او سيلانيزو چارو لپاره د مناسب طبيعي غوره والي، ټاکلې موخې، د اړوندو حکومتي ادارو د پاملرنې او مرستو او د پانګونې د ګڼ شمېر فرصتونو په شمول د زياتو شرايطو په راغونډېدو سره د يخ او واورو صنعت د پرمختګ طلايي موده پيل شوې ده.

(

Previous Post

ګلپ ورلډ پول: فنلنډ خوشال او افغانستان د نړۍ تر ټولو خپه هېواد دی

Next Post

د چين ستورمزلو په فضا کې ۵ مياشتې تېرې کړې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
د چين ستورمزلو په فضا کې ۵ مياشتې تېرې کړې

د چين ستورمزلو په فضا کې ۵ مياشتې تېرې کړې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ولسمشر غني طالبانو ته؛ کرونا ویروس پراخېږي، روژه ده، اوربند وکړئ

ولسمشر غني طالبانو ته؛ کرونا ویروس پراخېږي، روژه ده، اوربند وکړئ

اپریل 30, 2020
کندهار کي لسګونه ټنه بې ‌کیفیته او تاریخ تېره توکي سوځول شوي

کندهار کي لسګونه ټنه بې ‌کیفیته او تاریخ تېره توکي سوځول شوي

نوومبر 7, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved